تازه خبرونه
په پکتیا کې د افغان ځواکونو پر هوایي بریدونو ۵۱ طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۵۱ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د مچلغو د بند پر ساتونکیو او نورو امنیتي پوستو ډله ييز بریدونه کړي، چې له اوږدې جګړې وروسته په سیمه کې د افغان ځواکونو لخوا پر وسلوالو هوايي برید هم شوی، چې ۵۱ وسلوال په کې وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، په یاده نښته کې څلورتنه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د یادولو ده، چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم له تېرې شپې راپدیخوا د افغان ځواکونو لخوا هوايي بریدونه پیل شوي، چې وسلوال طالبان په کې حاکم دي.
د دواړو پېښو په اړه تازه څرګندونې د بشپړیدو په حال کې دي.