تازه خبرونه
په پکتیا کې پر ولسمشر پرانستو پروژو اوس هم کار ندی پیل شوی
په پکتیا کې د هغو پروژو کارونه اوس هم ندي پيل شوي، چې ولسمشر یی دوه میاشتې وړاندې پرانیسته کړې ده.
ګردیز- زرمت لويه لار، صنعتي پارک، د مامورینو ښارګوټی د امنیه قومندانۍ لپاره نوې ودانۍ او د مچلغو بند هغه پروژې دي، چې دوه میاشتې وړاندې يې په پکتيا کې ولسمشر محمد اشرف غني پرانسته وکړه؛ خو کارونه يې اوس هم نه دي پيل شوي.
د ولایتي شورا غړی ممتاز کرخېل وایي، چې د پکتیا ژمې ډېر سوړ دی او په ساړه موسم کې هیڅ راز رغنیز کار نه کیږي.
د پکتیا اوسیدونکی اجمل مسعودزی وایي، چې ولایتي اداره دې نور خلک تش پر ژمنو نه غولوي او د رغنیزو پروژو کارونه دې عملي پیل کړي.
د نوموړي په وینا؛ ان په امنو سیمو کې هم کار نه کیږي.
د پکتیاوالي بیا د ځینو پروژو پر وړاندې د امنیتي ستونزو خبره کوي او هیله من دی، چې په نږدې ورځو کې به د ځینو پروژو چارې پیل شي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی بیا د ځینو پروژو تخنیکي او امنیتي ستونزې یادوي او وايي، چې په نږدې ورځو کې به د ګردیزـ زرمت سرک او له جاني خېلو تر څمکنیو ولسوالۍ پورې د غزیدلې سړک د جوړولو چارې پیل شي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی زیاتوي؛ په راتلونکې اوونۍ کې به د احمد خېلو- آریوب سړک کار عملي پیل شي او په راتلونکیو لس ورځو کې به د جاني خيل او څمکنیو سړه او د ګردیز ښار د حلقوي سړک د یوې برخې کار به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
د پکتيا ولايتي شورا غړي او خلک په داسې حال کې د رغنيزو پروژو له ولاړو چارو شکايت کوي، چې د ځينو پروژو یې دا څو کالونه يوازې د بنسټ ډبره ایښودل کېږي.
خبریال: فرید الله احمدزی