تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوه غبرګو چاودنو د قربانیانو جنازې خاوروته وسپارل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په پکتیا کې د هغو کسانو مړي خاورو ته وسپارل شول، چې پرون( د زمري پر ۱۲) د ګردیز ښار د حسینيه جومات په دوه غبرګو ځانمرګو چاودنو کې  یې ژوند له لاسه ورکړی و.

د جمعې پر ماسپښین دوه ځانمرګي بریدګر، چې د ښځو جامې يې پرتن وې؛ لو مړی د جومات پر دوه ساتونکیو ډزې وکړې او وروسته جومات ته ننوتل او ځانونو ته یې چاودنه ورکړه. وروستي ارقام ښيي، چې څلور دېرش لمونځ کوونکي وژل شوي او له سل ډېر ټپیان دي.

د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر سیمه ییزو چارواکو نیوکه کوي، چې پولیس له بریده خبر ول؛ خو د دغه برید په مخنیوی کې پاتې راغلل.

د خواجه حسن د کلي قومي مشر شیرین ګردېزی وايي، د پکتیا امنیتي چارواکو د دې پېښې په مخنیوي کې ناغیړي کړي او د ټپیانو په لیږدونه کې یی هم همکاري نه ده کړې.

د پکتیا امنیه قومنداني د خلکو دا ادعا ردوي، چې ګنې د دغه برید په اړه مخکې معلومات موجود ول. دیني عالمان هم په مقدسو ځایونو کې دا ډول بریدونه ناروا بولي او د نړۍ پر عالمانو غږ کوي، چې د دا ډول بریدونو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

دیني عالم سید حسین حسیني  پر مقدسو ځایونو بریدونه حرام بللي او له عالمانو غواړي، چې په دې اړه خپل بشپړ دریځ روښانه کړي.

په ګردیز کې د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو طالبانو ویلي، چې د دوی کسان په دې برید کې لاس نلري.

د یادونې ده، چې د هېواد په نورو برخو کې دې ته د ورته بریدونو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستې دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version