تازه خبرونه
په کندهار کې د کویټې شورا ۶ کسیزه ډله ونیول شوې
د ملي امنیت لوی ریاست خبر ورکوي، چې د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو شپږ کسیزه ډله، چې د کندهار ولایت په میوند، ژیړۍ او میانشین ولسوالیو کې یې پر ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې کاوه نیولې ده.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ نیول شوي کسان هر یو سلیمان مشهور په حیدری د عبدالله جان زوی، داد مولا د محمد داوود زوی، خواست د محمد خواص زوی، یار محمد د روی محمد زوی، عبیدالله د محمد خان زوی او عین الله د عبدالودود زوی، چې د کندهار ولایت اوسیدونکي دي؛ د کویټې شورا د ترهګرو طالبانو د مشرانو په لارښوونه د ترهګریزو او ورانکارو چارو د ترسره کولو لپاره کندهار ولایت ته رالېږل شوي وه.
خبرپاڼې په ډاګه کړې؛ نوموړیو کسانو منلې، چې د کویټې په اسحاق آباد سیمه کې یې ترهګریزې او پوځې زدکړې ترلاسه کړي او د کندهار ولایت په یادو برخو کې یې په څو ترهګریزو بریدونو کې هم رغنده ونډه اخیستې ده.