پرمختګ او بشپړتیا
په کندهار کې د نري رنځ د روغتون جوړولو چاري پيل شوې
د کندهار ولايت د عامي روغتيا مسوولين وايي؛ په سويل لویديځ زون کې تر بلي هرې ناروغۍ د نري رنځ پېښې ډېرې دي؛ نو له همدې کبله اړتيا وه، چي د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د يوه مجهز روغتون د جوړولو چارې پیل شي.
د کندهار د عامي روغتيا ریيس داکټرعبدالقيوم پخلا وايي، په سويل لویديځ زون هلمند، زابل ، روزګان او کندهار کې د نري رنځ د ناروغانو شمېر زيات دى او هر کال په زرګونه کسان پرې اخته کيږي؛ نو، ځکه اړينه وبلل شوه، چې د درملني لپاره يې یو روغتون ولرو.
هغه زیاته کړې؛ يوازې په روان ميلادي کال کې د نري رنځ د تشخص په موخه يوولس زره ناروغان کتل شوي، چي زياته برخه یې پر نري رنځ اخته ول.
هغه دا هم وویل: دغه ودانۍ، چي ٢٥ بستره لري او د يوه کال په موده کي به يې چاري بشپړي شي؛ د دوه اعشاريه يو ميليون ايرو پر لګښت د بې پولې داکترانو ټولني پر مالي مرسته جوړيږي.
د نري رنځ د درملني د برخي مسوول مجیب احمد وايي؛ نرى رنځ يوه ساري ناروغي ده، چې په دې زون کې ورځ تر بلي ډېريږي او د ناروغانو ٦٠ سلنه مو ښځينه دي.
هغه ناروغان، چي اوس تر درملني لاندې دي د دې روغتون پر جوړيدو خوښ دي او وايي، چي د درملنې پر وخت له ستونزو سره مخ وو، چې له دې وروسته به مو دا روغتون د درملنې لپاره يوه ښه وسيله وي.
د عامې روغتيا د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ د روغتيا د نړيوال سازمان د سروې پر بنسټ هر کال په ټول هېواد کې ٦٠ زره کسان پر نري رنځ اخته کيږي، چې ديارلس زره يې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
خبریال: بريالی رحيمي