سیمه ییز خبرونه

په کندهار کې ماین چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهار ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د کندهار په ژیړي ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي.

 د کندهار پولیسو ویاند احمد ضیاء درانی وایي، د پنجشنبې پر ورځ ( د تلې ۱۲) له غرمې وروسته د ژیړي ولسوالۍ په تانګړۍ سیمه کې د ملکي خلکو یو موتر د سړک غاړې پر ماین برابر شوی، چې د چاودنې له کبله یې دوه میرمنې وژل شوي او ۱۶ کسان نور ټپیان دي، چي په ټپیانو کې دوه نرینه دي او ۱۴ نورې میرمنې دي.

هغه زیاته کړې؛ دا ټول د یوې کورنۍ غړي وه چي له ژیړي ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته پر لار ول .

Trending

Exit mobile version