تازه خبرونه

په پکتیا کې د خلکو ترمنځ شخړې وسلوال طالبان خلاصوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتیا ولایتي شورا غړي او خلک وايي؛ پر دولتي عدلي او قضايي ادارو د خلکو بې باوري او پراخ فساد د دې لامل شوی، چې د خلکو زياتره قضیې وسلوالو طالبانو ته ورځي، چې له کبله یې حکومتولي تر پوښتنې لاندې راغلې ده.

د پکتيا ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل وایي؛ په قضایي ادارو کې پراخ فساد او بې عدالتي هغه څه دي، چې خلک یې له دولتي عدلي او قضايي ادارو زړه توري کړي او خپلې فیصلې وسلوالو طالبانو ته اوروي.

محمد نبي توتاخېل وایي: کومې دوسیې، چې په حکومت کې کلونه وخت نیسي؛ طالبان یې په څو ورځو کې حلوي او له همدې کبله خلک طالبانو ته ورځي.

رحمان د پکتیا اوسیدونکي پر حکومت نيوکه کوي او وایي؛ په هغو سیمو کې، چې حکومتي قضایي ادارې نشته هلته پرېکړې طالبان کوي.

ولايتي ادار هم مني، چې د پکتيا په لیرې پرتو ولسوالیو کې وسلوال طالبان د خلکو شخړې حل کړي. د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، په دې ورستیو کې د څو ولسوالیو د قاضيانو او څارنوالانو لپاره دفترونه پرانیستل شول، چې تر ډېره دا ستونزه حل شوې ده.

هغه زیاته کړې؛ هغه خلک، چې خپلې فیصلې وسلوالو طالبانو ته اوروي؛ د هغوی لخوا مجبوریږي.

که څه هم خلک د عدلي او قضايي ادارو له پرېکړو خوښ نه دي؛ خو پکتيا، چې د جرګو او مرکو کور بلل کيږي ډېری قضيې په کې د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل کيږي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version