تازه خبرونه
په پکتیا کې تړل شوي ۵ رای مرکزونه پرانستل شول
په پکتیا کې د رای ورکولو هغه پېنځه مرکزونه پرانیستل شول، چې پرون تړلي پاتې شوي وه.
تخنیکي او امنیتي ستونزو د دې لامل شوې، چې په پکتیا کې هم د رای ورکولو یو شمېر مرکزونه تړلي پاتې شي.
په پکتیا کې د ټاکنو کمیسیون رییس خواجه امین الله فضلي وايي، دا مرکزونه په سید کرم، احمد خېلو او احمدآبا ولسوالیو کې د تخنیکی او امنیتي ستونزو له کبله تړلي پاتي شوي وه.
هغه زیاته کړې؛ د ځینو ولسوالیو په یو شمېر محلونو کې د درغلیو په اړه هم شکایتونه ثبت شوي، چې له څېړنو وروسته به يې عاملین په ګوته او قانوني چلند به ورسره وشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ په پکتیا کې د رای ورکولو ۱۳۷ مرکزونه د شنبې پر ورځ پرانیستي وه. که څه هم په ځینو سیمو کې امنیتي ګواښونه ول؛ خو خلک بیا هم رای مرکزونو ته ولاړل او رای یې ورکړه.
په خوست کې د رای ورکولو ۱۸۶ مرکزونه د شنبې پر ورځ پرانیستي وه.
خبریال: فریدالله احمدزی