تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې ۱۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په اړومند سیمو کې ۱۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د پل خشتي او امام الدین څلورلاري پر اړوند سیمو د ځمکنیو او هوایي بریدونو په پایله کې د سرګروپ قاري شفیق الله په ګډون ۸ وسلوال طالبان وژل شوي، ۶ ټپیان دي او اړوند کلي د وسلوالو له شتون پاک شوي دي.
دغه راز د یادې قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې پر وسلوالو طالبانو هوایي بریدونه شوي، ۸ وژل شوي، درې ټپیان دی او دوه مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.
د دغې قول اردو د چارواکو په وینا؛ د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې هم څلور کړۍ د دوی جوړشوي ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.