تازه خبرونه

په کندهار کې د ترهګرو یوه ډله نیول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندهار ولایت کې د ملي امنیت عمومي ریاست د سې شنبې پر ورځ(د لړم ۱۵) د یوې ۵ کسیزې تر هګرې دلې له نیولو خبر ورکړی.

د ملي امنیت عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې ۵ کسیزې ډلې په کندهار ولایت کې د چاودنو، بریدونو او ترورستي هڅو طرحې پلې کولې، چې د دغه ښار په اړوند سیمه کې ونیول شول.

د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي کسان هر یو نورالله د سعدالله، اسماعیل د آغا جان، فدا محمد د داد محمد، قدرت الله د شاخان او محمد الله د عبدالله زامن دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې نیول شویو کسانو د دغه ولایت د شاولیکوټ، ژیړۍ او میوند ولسوالیو د طالبانو په لارښوونه په کندهار کې پر ورانکاریو او ترهګریزو هڅو لاس پورې کاوه او د امنیتي ځواکونو پر پوستو او اکمالاتي کاروانونو یې بریدونه تر سره کول.

 تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ندي ویلي.  

Trending

Exit mobile version