بلخ @ps
په کندوز کې د ناامنیو له کبله خلک له ستونزو سره مخ دي
د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې وسلوال زورواکي لویه ستونزه ده او طالبان هم په تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له خلکو باج اخلي.
نوید نومی د سیمې ناامسول وسلوال د خلکو لخوا پر وژنو او ځینو مواردو کې د ښځو پر جنسي ځورونو تورن شوی دی.
د کندز د خان آباد ولسوالۍ اوسیدونکی امیر خان ویلي، چې د دغه نامسوول وسلوال لخوا ور سره له تاوتریخوالي ډک ظلم شوی دی؛ یو ورور او یوه خور یې هم د همده لخوا وژل شوي دي.
خلک وایی، مسوولینو د دغو ستونزو په وړاندې چوپتیا غوه کړې ده.
د خان آباد ولسوال حیات الله امیري د نامسوولو وسلوالو شتوالی تائیدوي او وایي، په سیمه کې ټولې ګډوډۍ د سیمه ییزو قومندانانو د تېرو ۱۵ کلونو دښمنیو پایله ده.
چهاردره د کندوز ښار ته تر ټولو نږدې پرته سیمه ده؛ خو خلک یې د آرامۍ احساس نه لري او طالبان د دې ولسوالۍ پر زیاتو سیمو واکمن دي او له خلکو باج اخلي.
د چهاردرې ولسوالۍ اوسیدونکی احمد باعث وایي، زه د سنګ کشۍ موتر لرم؛ طالبان راڅخه په هره پیره کې ۱۰۰ او ۵۰ افغانۍ اخلي.
د کندوز پر څه نا څه څلوېښت سلنه خاوره طالبان حاکم دي او په تر کنترول لاندې سیمو کې خپل قوانین چلوي.
خبریال: علی اصغري