تازه خبرونه

په کندهار کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه راغوزیدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو یوه اکمالاتي چورلکه راغورزیدلې ده.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان د پېښې د منلو تر څنګ ویلي؛ دغې چورلکې د یوشمېر سرتېرو له لیږدولو وروسته د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله سقوط کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې چاته ځاني زیان ندی رسیدلی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید څرګنده کړې، چې په پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن غرمه د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ مرکز ته څیرمه یوه لویه چورلکه د کمربند په ساحه کي د هغه وخت وویشتل شوه، چي په ډیره کمه ارتفاع کي وه.

د دغې خبرپاڼې له مخې چورلکې او له ولسوالۍ څخه عسکر لیږدول، چې رانسکوره  او د اور په لمبو کې وسوځیدله. 

 

Trending

Exit mobile version