تازه خبرونه

په هوایي بریدونو کې کونړیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې- ولسي استازي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کونړ ولایتي ولسي استازي وايي، د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې افغان او بهرنیو ځواکونو پر شپنیو عملیاتو شاوخوا شل ملکي وګړي وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي.

دوه ورځې وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په سنو سیمه کې ځانګړي عملیات کړي دي.

د کونړ ولایتي شورا ولسي استازي وايي، په دغو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له شل ډېر ملکي وګړي وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي.

د کونړ مرکزي روغتون روغتیايي مسوولینو پېنځلس ټپیان تر درملنې لاندې نیولي، چې اووه یې ښځې او اته یې ماشومان دي.

د ټپیانو له ډلې څلور تنه د جلال آباد مرکزي ورغتون ته لیږدول شوي دي.

ځايي خلک وايي، د شپې پر لس بجو سیمې ته چورلکې راغلې او د وسلوالو پر یوه مرکز سربېره یې د خلکو کورونه هم بمبارد کړل.

د کونړ والي عبدالستارمیرزکوال وايي؛ د شلتن د سنو په سیمه کې د مخالفانو یوه مهمه ناسته موخه وه، چې په کې د عرب او چیچني جنګیالیو ترڅنګ د طالبانو د څلور مهمو قومندانو په ګډون ټول ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د کونړ چارواکي دا هم وايي، چې روغتونونو ته راوړل شووې ښځې او ماشومانون ښايي د وژل شویو مهمو طالب قومندانانو او جنګیالیو وي؛ خو په وینا یې د پېښې جدي څېړنه پیل شوې او که هرڅوک وي سمه درملنه به یې وشي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version