سیمه ییز خبرونه
په پکتیا کې د پاڅونوالو توغندي د یوه کور ۷ غړیو ته مرګ و ژوبله اړولې- خلک
د سیمې اوسیدونکي وايي، د ګردې اړوند په ابراهیم خېلو سمیه کې د پاڅونوالو له لوري یو توغندی توغول شوی او د ملکي خلکو پر کور لګیدلی، چې په کې د یوې کورنۍ دری غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي وايي، دا مرمۍ په سيمه کې د محلي پاڅونکونکیو له پوستې فير شوې او پر کور لګیدلې ده.
د کلي مشران وایي، چې د پکتیا مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو په سیمه کې پر یوه کور توغندی توغول شوی، چې له کبله یې د دوه ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون د يوې کورنۍ دری غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ابراهیم خېلو د کلي مشر روزي خان خپلواک ویلي، چې د خلکو او محلي پاڅونوالو تر منځ دا ستونزه موجوده ده او د حل په موخه یی له ولایتي ادارې سره هم څو ځلې ناستې کړي، چې په سیمه کې د افغان ځواکونو ځای پر ځای شوې پوستې د خلکو پر کورونو ډزې کوي او عاملين یې باید مجازات شي.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم بيا د خلکو خبرې رد وي او وايي، وسلوالو د ګردیزـ زرمت پر سړک د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی، چې وروسته ډزې تبادله شوي. نه پوهیږم، چې دا مرمۍ د طالبانو ده که د امنیتي ځواکونو.
د پکتیا اوسیدونکي وايي له تېرې څه مودې راپدیخوا د پکتیا په بېلابېلو ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات شوي ، چې ملکي خلکو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.
دوی له دواړو لوریو غواړي، چې د ملکي خلکو ژوند ته بشپړه پاملرنه وکړي.
خبریال: فریدالله احمدزی