تازه خبرونه

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسوالانو دوه یم کنفرانس ترسره شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسوالانو دوه یم کنفرانس د ولسمشر په وینا تر سره شو.

د ولسوالانو په دوه یم کنفرانس کې ولسمشر اشرف غني وویل، چې ولسوالۍ د ملي یووالي، سولې او هوساینې د رامنځته کولو لومړۍ کرښې دي.

ولسمشر غني په دغو برخو کې د ولسوالانو رول مهم وباله.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: ستاسې اندونه ملي دي؛ تاسې وښوده، چې غم او ښادي مو سره ګډه ده. ستاسې هڅې د ډاډ وړ دي او په اړوند سیمو کې مو د نفاق مخنیوی کړی دی.

ولسمشر ولسوالانو ته وویل، چې د قاضیانو او څارنوالانو د سوبتیا او ناسوبتیا په اړه باید سیمه ییزو ارګانونو ته خبر ورکړ شي.

ولسمشر دا هم څرګنده کړې، چې په راتلونکیو درې کلونو کې به د څلیریشت ولایتونو د ولسوالیو ودانۍ جوړې شي.

په ارګ کې د ولسوالانو کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې زیاتره ولسوالۍ له تېرو څو کلونو ناامنه او د وسلوالو طالبانو په واک کې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version