تازه خبرونه

په ولایتونو او مرکز کې د واکونو وېش توپیر لري-اورځلا

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د افغانستان د ارزیابۍ او تحقیق ادارې د عامه خدمتونو په اړه په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په ولایتونو او مرکز کې د واکونو وېش توپیر لري؛ یو لړ بې باورۍ یې رامنځته کړي او واک د مرکز په انحصار کې راغلی دی.

د ارزیابۍ او تحقیق ادارې ريیسه اورځلا وایي: هغه جوړښت، چې په اساسي قانون کې یې وړاندوینه شوې بشپړ روښانه ندی.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون هم مني، چې اداري جوړښتونه معیاري ندي او په ځينو برخو کې اداري تورم یا پړسوب رامنځته شوی دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون ريیس نادر نادري وایي: په حکومت کې غیرمعیاري تشکیلات او اداري پړسوب ډېر پراخه شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا د سولې انستیتیوت مسوولین هم وايي، چې قوانین باید د خلکو ستونزې اوارې کړي او غوښتنې یې په کې راونغاړل شي.

د امریکا د سولې د انستیتیوت ريیس شاه محمود میاخیل وایي: قوانین باید د اړتیاوو له مخې پلې شي، چې له یوې خوا اداري پړسوب رامنځته نشي او له بلې خوا د موازي ادارو جوړولو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دولتي او حکومتي ادارې د خلکو د ستونزو په حل کې پاتې راغلي او په زیاترو مواردو کې خلک د قانوني کارونو د ترسره کولو لپاره بډې ورکولو ته اړ کیږي.

Trending

Exit mobile version