تازه خبرونه
که ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه ونشي، وخت به یې وغزول شي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که څوک د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند په توګه نوملیکنه ونکړي، دوی به د نوملیکنې موده وغزوي.
په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د مرغومې پر لومړۍ نېټه پیل شوی؛ خو اوس هم هیچا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه نوم ندی ثبت کړی.
د لیندۍ له ۲۸ څخه تر اوسه پورې اته دېرش کسانو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندۍ فورمې تر لاسه کړي؛ خو هیچا هم د نوماند په توګه نوملیکنه نده کړې. په داسې حال کې، چې د نوملیکنې بهیر به د مرغومې تر دوولسمې روان وي.
مسوولین وايي، که چا د نوماند په توګه نوملیکنه ونکړه؛ دوی به د نوملیکنې بهیر وغزوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وایي: هیله من یو، چې ټاکنیزې ډلې خپل نوماندان ثبت کړي که نه مونږ به په دې اړه خپله پرېکړه وکړو.
یو شمېر سیاسي ډلو ويلي، چې اوس هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند پر غوره کولو فکر کوي.
د حزب اسلامي غړی همایون جریر وایي: مونږ وخت لرو او په دې اړه کار روان دی، چې یو څوک نوماند کړو او یا د بلې ډلې له نوماند ملاتړ څرګند کړو.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا اندېښنه څرګندوي او وایي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ندی بریالی شوی، چې د خلکو باور خپل کړي.
د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوبزاده وایي: د بې باوریو له کبله نوماندانو نوم ثبتول ځنډولي دي.
هغه په دې باور دی، چې لومړی باید په کمیسیون کې اصلاحات رامنځته شي او بیا ولسمشریزې ټاکنې وشي.
د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له مخې؛ ټاکل شوې، چې ولسمشریزې ټاکنې د نوي لمریز کال د وري پر ۳۱ تر سره شي؛ خو سیاسي او امنیتي ستونزې د دغه بهیر پر وړاندې سترې ننګونې یادې شوې دي.
خبریاله دیانا صمدي