تازه خبرونه
په کندهار ښار کې د داعش د جلب و جذب مسوول ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندهار ښار امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ښار د اتمې امنيتي حوزه په اړوند سیمه کي د داعش د جلب او جذپ مسوول نيول شوى دى.
د دې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانى وايي، چي دغه کس په کندهار ښار کي خلک د داعش ليکوته جذبول او هغوى ته يې د داعش د فعاليتونو په اړه معالومات ورکول.
نوموړی زیاتوي، دغه کس د ځانګړیو امنيتي ځواکونو له خوا نن غرمه مهال ونيول شو.