سوداگري

په پکتیا کې افغانۍ او پاکستانۍ کلدارې په یوه بیه کارول کیږي- پکتیاوال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د پکتیا ځینې اوسیدونکي وایي، په دغه ولایت کې افغانۍ او پاکستانۍ کلدارې په یوه بیه کارول کیږي.

 که څه هم له تېرو شپږ میاشتو را په دیخوا ولایتي ادارې په ورځینو معاملو کې د  پاکستانۍ کلدارې پر کارولو بندیز لګولی؛ خو اوس هم خلک پاکستانۍ کلداره راکړې ورکړې ته کاروي.

د ګردیز اوسیدونکی ظفر وايي،  په ګردیز ښار کې تر ۵۰ سلنه راکړه ورکړه پر افغانۍ کيږي او هغه جنس، چې په ۲۰۰۰ افغانۍ کیږي، هغه په ۲۰۰۰ کلدارو هم پلورل کیږي.

د دغه ښار یو بل اوسیدونکی محمد یونس وایي، مونږ باید لومړی خپل افکار افغاني کړو او په ښار کې د افغانیو د رايجولو هڅې روانې وساتو.

د ګردیز یو بل اوسیدونکی ګلاب شاه وايي، په بازار کې توکي پر افغانۍ او کلدارو په یوه بیه پلورل کیږي، چې مونږ ته پر افغانۍ ګران تمامیږي.

د پکتیا والي هم دا ستونزه تائیدوي، چې په ګردیز ښار کې ځینې توکي پر خلکو پر لوړه بیه پلورل کیږي؛ خو ژمنه کوي، چې په لنډ وخت کې به د ځینو توکو د پلور لپاره هټیوالو ته مناسبه نرخپاڼه ورکړ شي، چې د خلکو ستونزې حل شي.

د پکتیا والي شمیم کټوازی زیاتوي، چې په پکتیا کې د کلدارو پر ځای د افغانۍ رایجول مو په لومړیتوبونو کې راځي.

د پاکستانۍ کلدارې پرځای په پکتیا کې د افغانۍ د دودولو هڅې له ډېرو کلونو را په دیخوا روانې دي، خو اوس هم دا ستونزه پوره حل شوې نده.

خبریال: فریدالله

Trending

Exit mobile version