پرمختګ او بشپړتیا

په کندهار کي د کال ٦٠٠٠ ټنه د کبانو غوښه توليديږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دې ولايت د کرنې ریاست چارواکي وايي؛ په يو جريب ځمکه کې د کبانو د فارم جوړول د لس جريبه کوکنارو څخه زيات عايد ورکوي؛ نو لدى وروسته اړتيا نشته، چي کروندګر کوکنار وکري.

د کندهار د کرنې رياست د مالدارۍ آمر زیاتوي؛ له تېرو شپږ کلونو راپدیخوا د کبانو د فارمونو پر جوړولو کار پيل شوى، چي دا مهال په سلګونه فارمونه کروندګرو ته جوړ شوي او له هر فارم څخه تر يو سل و پنځوس زره عايد ترلاسه کیږي.

د کندهار د کرني رياست د مالدارۍ آمر محمدالله نوري  وايي؛ په دي ولايت کې له تېرو شپږ کلونو راپديخوا د کبانو د فارمونو د رواجولو په موخه مو ١٥٠٦ فارمونه جوړ کړي، چي ښه پایله یې لرلې ده.

د نوري په وينا؛ اوس پدى ولايت کي کروندګر خپله کبان توليدوي او اړتيا نشته، چي له ګاونډ هېوادونو راوارد شي.

د کبانو د فارمونو لرونکی محمود هم وايي، چي په تېرو شپږ کلونو کې مو ډېرې تجربې وکړې او اوس د کاميابۍ پړاو ته رسیدلي يو، چي ښه عايد له دې لارې تر لاس کوو.

په فارمونو کې کارکونکي وايي، چي د دې فارمونو له جوړيدو سره کاري زمينې هم برابرې شوې دي.

دوی دا ټینګار هم کوي، دغو فارمونو د کندهار اړتياوې پوره کړې او نورو ولايتونو ته هم په زياته کچه صادریږي.

د کرنې رياست چارواکي وايي، چي دا مهال ژوندي کبان پر کندهار سربېره فراه، زابل، هلمند، غزني او کابل ولايتونو ته هم ليږدول کیږي.

د یادونې ده، چې له هر فارم څخه په يوه کال کې تر يو ميليون افغانۍ عايد تر لاس کیږي، چي تر بل هر توليد يې ګټه ډېره ده.

خبریال: بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version