تازه خبرونه

په کورنیو چارو وزارت کې نوې ټاکنې وشوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امنیت شورا د ویاند طارق آرین د څرګندونو له مخې؛ په کورنیو چارو وزارت کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي:

۱- د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه عبدالصبور قانع ټاکل شوی.

۲-  د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه خوشحال سادات وټاکل شو.

۳-  د دغه وزارت د تروریزم په وړاندې د مبارزې د رییس په توګه ماهر یعقوبي ټاکل شوی دی.

ویل کیږي، چې ولسمشر اشرف غني د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، لوړپوړی امنیتي مرستیال جنرال اختر ابراهیمي او له تروریزم سره د مبارزې رییس له دندو ګوښه کړي دي.

Trending

Exit mobile version