تازه خبرونه

په کندهار ولایت کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کندهار کي د اورښتونو او سيلابونو له کبله ٧ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د عامي روغتيا ریيس داکتر عبدالقيوم پخلا وايي، چي تر اوسه له دې کبله ٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي؛ د دې ترڅنګ کوچيانو ته زيات مالي زيانونه اوښتي او څاروي يې هم سيلابونو وړي،  روغتيايي توکي ورليږل شوي، چي د نورو زیانونو مخه یې ونيول شي .

هغه دا هم ویلي، چې اورښتونه اوس هم روان دي؛ کيدى شي، چي د مالي او ځاني زيانونه کچه نوره هم لوړه شي.

خلک وايي، چي د طبیعي پېښو پر وړاندي دولت هيڅ چمتوالى نلري؛ نو، ځکه زيانونه ورته اوښتي دي.

د کندهار ښار اوسيدونکي وايي، چي د ښاروالۍ او نورو اړند ادرو بې غوري د دې لامل شوه، چې کورونه يې ونړيږي او د ځاني زيان تر څنګ مالي زيانونه هم ورته واوړي.

د دې ولايت مسوولين وايي، دغه اورښت او باران د ځاني زيانونو تر څنګ خلکو ته  ډېر مالي زيانونه هم اړولي، چي دوى هم ورته عاجلي روغتيايي او جنسي مرستې رسولي دي.

د کندهار سرپرست ښاروال ويلي، اورښت د دوى د ښاري سيستم له کچي څخه لوړ وو؛ نو، ځکه يې زيات زيانونونه اړولي دي.

د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي وايي: په کندهار ښار کې ٤٥ کورونه نړيدلي، چې د دوى ګرځنده ډلې له تېرې شپې څخه بوخت دي، چي د اوبو لارې خلاصې کړي، چې خلکو ته د زيان مخه ونيول شي.

د هوا پېژندنې ادارې يوه اوونۍ مخکې اټکل کړى و، چي د هېواد په زياتو ولايتونو کې د سيلابونو او طوفانونو احتمال شته، چې ولايتي مسوولينو ته يې د چمتوالي لپاره هم خبر ورکړى و؛ خو بيا هم د شنبې د شپې د طوپاني اورښتونو او سيلابونه له کبله مالي او ځاني زيانونه واوښتل.

خبریال: بریالی رحيمي

Trending

Exit mobile version