تازه خبرونه
په کندهار او هلمند کې سیلابونو ۵۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کندهار ولايت مسوولينو ویلي؛ د سيلابونو له کبله د قربانيانو شمېر مخ پر زياتيدو دى، چې تر اوسه دوى ته د ٢٠ کسانو د مړیني او ٢٦ نورو د زخمي کيدو تر څنګ د سلګونه کورونو د ويجاړیدو راپور رارسیدلی دی.
د جمعې پر شپه په کندهار کې د اورښتونو له کبله سيلابونو خلکو ته د مالي زيانونو تر څنګ ځاني زيانونه هم اړولي، چي اوس هم د زيانونو کچه مخ پر زياتيدو ده.
د کندهار ښار اوسيدونکي وايي، چي سلګونه کورونه یې ويجاړ شوي او تر دې دمه حکومت ورته مرستې ندي رسولي.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي؛ د تېرو دوه ورځو په اوږدو کي د سيلابونو له کبله ٢٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او ٢٦ نور ټپيان دي، چي اوس هم د سروې ډلې کار کوي او کيدى شي دزیانونو کچه نوره هم لوړه شي.
هغه زیاتوي؛ د سيلابونو له کبله په کندهار ښار او ولسواليو کې ١٥٩٦ کورونه ويجاړ شوي، چي دوى به له سروې وروسته ورته اړيني مرستي ورسوي.
د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریيس مسعود احمد پښتون وايي؛ له مرکز څخه د شل ميليون افغانيو په کچه د مرستې غوښتنه شوې، چي په راتلونکیو څو ورځو کي به ټولو زيانمنو کورنيو ته مرستي ورسيږي.
هغه دا هم ویلي، چې دا مهال د البسې او خوراکي توکو مرسته ورسره شوې، چي دا بسنه نکوي.
دغه راز د هلمند والي ویاند عمر ځواک هم وايي؛ په دې ولایت کې څه باندې ١٠٠ کورونه ويجاړ شوي، چي ٦ تنه په کي مړه او ٧ نور ټپيان دي.
د دې ولايت مسوولين وايي، چي د هوا پېژندني د ادارې له خبر سره يې سم په کندهار ښار او ولسواليو کي چمتوالى نيولى و؛ خو د سيلابونو کچه دومره لوړه وه، چي د دوى پر چمتوالي سربېره يې بيا هم زيات زيانونه واړول.
خبریال: بريالي رحيمي