تازه خبرونه

له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام دی- همایون قیومي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر اقتصادي سلاکار له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام بولي او وایي؛ د تخنیکي ظرفیت نشتوالی، مالي او حقوقي ستونزې د دې سبب شوي، چې د دې تړون د عملي کیدو چارې له ستونزو سره مخ شي.

د  عینکو مسو کان د هېواد په کچه لویه اقتصادي پروژه ګڼل کیږي، چې تړون یې په ۲۰۰۸ کال کې له چینایي شرکت سره تر سره شوی؛ خو تر اوسه د دې تړون عملي چارې ندي پیل شوي. اوس د ولسمشر اقتصادي سلاکار همایون قیوم وایي، د  تړون  د پلي کیدو پر وړاندې یو لړ ستونزې شته او په خبره یې دا یې ناشونې کړې، چې تړون تطبیق شي.

د بېخبناوو( زیربناوو) او کانونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي وایي: نور هېوادونه د مسو په چارو کې له ۶ څخه تر ۸ سلنه ورکوي؛ خو کله، چې په دغه راز تړون کې ۱۸ سلنه کمپنۍ افغانستان ته ورکوي؛ نو آیا څوک نه ول، چې حقوقي، مالي او نورې خواوې یې وپوښتي؟!           

د کانونو وزارت که څه هم په تړون کې ځینې ستونزې مني؛ خو وایي، په نږدې ورځو کې له چینایي شرکت سره د دې ستونزو د حل لپاره خبرې کیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي:  مونږ ستونزې لرو؛ ځکه مو وغوښتل، چې زمونږ تخنیکي تیم له چینایي شرکت سره خبرې پیل کړي. له خبرو وروسته به یې پایله خلکو ته وړاندې شي.              

که څه هم کانونه د اقتصادي ودې مهمه برخه ګڼل کیږي؛ خو باورونه دا دي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې تر اوسه عملي کارونه نه دي شوي.

اقتصادي شنونکی ایمل عمري وایي: د کار په پیل کې حکومت د کانونو د کیندلو پلان او پالیسي نلرله؛ ځکه، نو تړونونه ناکامیږي.          

د عینکو مسو کان د کابل په سویل ختیځ کې څلوېښت کیلومتره لیرې پروت دی. د لوګر د مسو دا کان د نړۍ دوه یم سترکان دی، چې تر اوسه نه دی سپړل شوی.

سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version