تازه خبرونه
په نیمروز کې د ماین چاودنې له کبله ۱۱ طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د نیمروز ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ماین زدکړو پر مهال را منځته شوې چاودنې ۱۱ طالبان ووژل.
د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوې میوند قول اردو د ۴ لوا د رسنیو مسوول وایي، چې تېره شپه د فراه ولایت د بکواه او د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالیو تر منځ په سپین کاریز سیمه کې د ماین زدکړې پر مهال د چاودنې پر لامل ۱۱ طالبان وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې په وژل شویو طالبانو کې یو یې د دې ډلې قومندان و.
رضایي زیاتوي؛ دوی غوښتل د زرنج- دلارام او د فراه ولایت په اړوند لارو کې ماینونه ځای پرځای کړي او په دې توګه امنیتي ځواکونه له زیانونو سره مخ کړي.