تازه خبرونه

په چین کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د درېیم ځل لپاره هم وځنډیدې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې وه، چې د چین په بیجینګ کې د افغانانو دوه ورځنۍ خپلمنځي خبرې درې ورځې وروسته تر سره شوې وای؛ خو یو شمېر سرچینو ویلي، چې د افغان حکومت لخوا د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ بشپړ شوی ندی، چې له کبله یې یاده ناسته وځندیده.

یو شمېر ښاغلي، چې ټاکل شوې وه، دې ناستې ته ورشي وایي؛ ټاکل شوې وه، چې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۳۰ / د نوامبر ۲۱) افغان پلاوي په دې دوه ورځنۍ ناسته کې له طالب استازیو سره کتلي وای، خو دا ناسته د افغان حکومت لخوا د  ګډون کوونکي پلاوي د نوملړد نه بشپړیدو له کبله د درېيم ځل لپاره وځنډیده.

له یوې میاشتې زیاته موده کیږي، چې په چین کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د جوړیدو خبرې تودې دي؛ خو تر اوسه د دې خبرو برخلیک ندی روښانه شوی.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ویلي؛ د نومبر ۲۱ او ۲۲ نږدې شوه؛ خو تر دې دمه هیڅ خبره نشته. ښکاري، چې بیا دغه ناسته وځنډیږي؛ ځکه، چې نوملړ وروستی شوی ندی.     

د بیجینګ ناسته له نورو هغو توپیري او برخلیک ټاکوونکې یادیده او ویل کیدل، چې له کبله به یې د افغانانو او طالبانو خبرې مخامخ پیل شي.

پخواني جهادي قومندان اسماعیل خان ویلي؛ زه فکر کوم، چې د بیجینګ ناسته له ټولو تېرو هغو ارزښتمنه وي. هغه ناسته، چې په مسکو کې د نړۍ ځواکمنو هېوادونو لرله ښیي؛ ټولو پر همدې ناستې هوکړه او ټینګار کړی او دا بهیر به لنډ او ښه کړي، چې په راتلونکیو خبرو کې د سولې پایلو ته د غوره وړاندیزونو په لرلو نور هم نږدې شو.            

ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې د  بحث وړ مسایل پر ګوته او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پرې خبرې وشي.

د ملي امنیت شورا سلاکار دفتر په کابل کې د چین سفیر کوربه و؛ دواړو خواوو په بیجینګ کې د افغانانو د سولې خبرو پر تر سره کیدو خبرې کړې دي.

ملي امنیت شورا ویلاند د بیجینګ په ناسته کې د حکومتي پلاوي د ګډون لپاره چمتووالی ښیي او وایي، تمه لري، چې دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل سبب شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار کبیر حقمل وایي، چې حکومت په دې کنفرانس کې د ګډون چمتووالی لري او دا د خپلمنځي خبرو لپاره ښه پیل بولي. د حکومت ټینګار تل دا و او دی، چې د سولې هر راز خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او واک په نظر کې ونیول شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د بیجینګ ناستې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ وروستی شوی او حکومت د چین دولت لخوا د ناستې د تر سره کیدو نېټې ټاکلو ته په تمه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي، له حکومت سره به د یوه سیاسي لوري په توګه خبرې وکړي، نه د دولت له آدرسه.

Trending

Exit mobile version