تازه خبرونه

په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې پروګرام یو کال نور هم وغزیده- اکبر رستمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت وايي، په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې پروګرام يي د نړیوالې ټولنې په مرسته د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي  وایي، دغه پروګرام د دې لپاره د یوه بل کال لپاره وغزیده، چې پایله یې مثبته وه.

د نوموړي په وینا؛ دې پروګرام ته آلمان شل میلیون یورو او د حکومت له بودجې ۲۵ میلیون دالر ځانګړي شوي دي.

هغه زیاتوي، تېر کال د هېواد په کچه ۱۲ زره پروژې پلي شوي او۶۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وهاو په روان کال کې به هم د دې پروګرام په اډانه کې لسګونه زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه له دې پروګرام ملاتړ کوي او وایي، د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلي کیدو تر څنګ کلیوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی اعتبارخان ځدراڼ وایي، د کلیو او پراختیا وزارت د کارموندنې ملي پروګرام له اقتصادي پلوه ډېر مهم دی. باید روان وساتل شي، چې هم خلکو ته د کار زمینه برابره او هم اقتصادي  پروژې ترسره شي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې  تر اوسه پورې د دغه پروګرام د پلي کولو لپاره نږدې پنځوس میلیون دالربرابر شوي او هیله ده،  چې له دې پروګرامه به نور مرستندویه هېوادونه هم ملاتړ وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version