تازه خبرونه
په نوملیکنه کې د خلکو ساړه ګډون حکومت اندېښمن کړی
ولسمشر اشرف غني د حکومت له مشرانو او د ټاکنو کمیسیون له غړیو سره په لیدنه کې د نوملیکنې بهیر ارزولی اوسپارشتنه یې کړی، چې حکومت، کمیسیون، دیني عالمان او مدني بنسټونه دې په عامه پوهاوي پروګرام کې ډېر کار وکړي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د خلکو د نوملیکنې له بهیره ناخوښی دی او وایي، چې تر دې دمه خلک نه دي پوهیدلي، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د دوی د نن او سبا لپاره هر څه دي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د ټاکنو لپاره په نوملیکنه کې پراخ ګډون وکړي.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد یونس قانوني د نوملیکنې پیکه بهیر د ټاکنو تر سره کیدو ته ښه زیری نه بولي او د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کوي.
د کندهار امنیه قومندان د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون اجباري کړی او ویلي یې دي، چې له نوملیکنې پرته به یې غوښتنلیکونه لاسلیک نشي؛ خو حکومت له دغه راز پرېکړې سره مخالف دی.
د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحمان رحیمي په ټاکنو کې د خلکو د تاوده ګډون هیله کړې او وایي، چې د حکومت په دې بهیر کې د اجبار په نوم څه نشته او مونږ یې پلوي نه یو.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مدیر نعیم اصغري وایي: که له لس میلیون رای ورکوونکیو څخه یو میلیون وګړي رای ورکړي؛ د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.
ویل کیږي، چې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو د پیکه حضور یو دلیل ناسمې پرېکړې او د عامه پوهاوي د پروګرام نشتون دی؛ خو کمیسیون وایي، چې د اړتیا په صورت کې به د نوملیکنې بهیر وغزول شي.
خبریال: باعث حیات