تازه خبرونه

په ننګرهار کې ۱۷ داعشیان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند د ۱۷ داعشیانو له وژلو خبر ورکوي او وایي، چې دا کسان تېره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګوري سیمه کې د دوی پر مرکزونو او پټنځایونو د توپونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي؛ په بریدونو کې د داعش شپږ مرکزونه او نهه تونلونه ویجاړ او وسلې یې له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په برید کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې داعشیانو په چپرهار ولسوالې کې له درې وروڼو سرونه پرې کړي دي.

دغه ډله نه یوازې د ننګرهار په چپرهار، خوږیاڼیو، شېرزاد ، پچیر اګام ، اچین  او هسکه مېنه ولسوالیو کې پراخې هڅې تر سره کوي، بلکې د کونړ ولایت په چپه دره او نورو ولسوالیو کې هم هڅې لري؛ خو د سیمې خلک یې اندېښمن کړي دي. 

Trending

Exit mobile version