تازه خبرونه

په ننګرهار کې چاودنې د يوې کورنۍ درې کسان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د فتح آباد په اړوند سيمه کې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي؛ د شنبې په مازيګرد سره رود ولسوالۍ په فتح آباد په سيمه کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه، چې د يوه توغندي توغول شوې مرمۍ د چمتلې ښارګوټي د يوه کور تر څنګ ناچاوده لویدلې وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د يکشنبې د سهار پر اووه بجو دغه مرمۍ ماشومانو کورته وړې او ټکولې يې ده، چې له کبله يې چاودنه رامنځته او په کې د کور يوه مور او د کور دوه ماشومان وژل شوي او د همدې کور د دوه نجونو په ګډون شپږ ماشومان ټپيان دي.

د چاودنې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي، چې د دوه کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. 

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ او خوږیاڼیو تر منځ د چمتلې ښارګوټی آباد شوی، چې تل په کې د ښکېلو خواوو نښتو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

Trending

Exit mobile version