تازه خبرونه

په هېواد کې لوږه ۹ میلیون وګړي ګواښي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو په ډاګه کړې، چې د افغانستان خلک له یوې خوا جګړې له رواني رنځ سره مخ کړي او له بلې خوا بېوزلي او لوږه یې ۹ میلیون کسان ګواښي.

اجرایي ریاست وايي، له یوې خوا خلک خوراکي خوندیتوب نه لري او له بلې خوا وچکالي راروانه ده، چې کولی شي د انسانانو تر څنګ څارویو ته هم زیان واړوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: مونږ د اجرائیه رییس په مشرۍ یوه کمیته جوړه کړې؛ د نړیوالو سازمانونو تر څنګ د دولت له ټولو ادارو سره په کې بحث کیږي، چې د وچکالۍ ستونزو ته د چمتوالي لپاره امکانات برابر شي.

اجرائیه ریاست وايي، د لوږې د ګواښ تر څنګ خوارځواکي هم په هېواد کې زیاته شوې، چې۳ نیم میلیون ماشومان دا مهال ترې رنځ وړي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کې له وچکالۍ څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې له دې سره به خوارځواکي نوره زیاته شي.

د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دا مهال ۱۵ ولایتونه د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: وچکالي په درې کټه ګوریو کې ارزول شوي، چې ۱۵ ولایتونه له جدي ګواښ سره مخ دي. دا، چې وچکالي پر مالدارۍ اغېز لري؛ نو مونږ د ځینو ولایتونو لپاره امکانات برابر کړي او پېنځه ولایتونه له ډېر جدي ګواښ سره مخ دي، چې هرات، بادغیس، غور، جوزجان او فاریاب دي.

اقتصادي کارپوه حسیب الله موحد وایي: د افغانستان زراعتي سکتور اقلیمي دی؛ که په هېواد کې واوره او باران ډېر ووریږي تولیدات به مو ښه وي او که نه وچکالي به وي او ترې بېلابېلې ستونزې را پورته کیږي.

حکومت وايي؛ تر دې مهاله یو شمېر ولایتونو ته خوراکي او د څارویو مواد رسیدلي او هڅه کیږي، چې نور امکانات هم ورته را جلب شي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version