سیمه ییز خبرونه
په ننګرهار کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې په مرکز کې چاودنې شوي
(Last Updated On: )
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیانی وایي، نن سهار په ۹ بجې د ښیوې ولسوالۍ د شامل سیمې په یوه جومات کې، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز په کې و؛ دوه چاودنې شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې یو پولیس ټپي شوی او جومات ته هم زیان اوښتی دی.
د چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسوالیو د نوملیکنې په مرکزونو کې له ډاډمن امنیتي حالته خبر ورکړی و.