تازه خبرونه

په ننګرهار کې د امریکایي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پنټاګون تائید کړه، چې د امریکا ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د پنټاګونو په راپور کې د دغه سرتېري هویت ندي څرګند شوی.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت منلې، چې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو یو سرتیری تېره ورځ ناوحته د افغانستان په ختیځ کې د داعش په وړاندې د عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.

د دغه ګزارش له مخې؛ تېره ورځ ناوخته د هېواد د ختیځ ننګرهار په آچین ولسوالۍ کې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری، چې د داعش په وړاندې د جګړې برخوال و، ووژل شو .

طالبانو او افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار له یورند کرښې سره لګیدلی ولایت دی، چې  د حکومت یوې وسلوالې ډلې په کې د داعش په نوم خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

داعش په ۲۰۱۵ کال کې خپله د خراسان څانګه اغلان کړې؛ خو تل د امریکا تر هوایي برید لاندې راغلې او د امریکایي ځواکونو په وینا په تېرو دوه کلونو کې ډېر مالي او ځاني زیانونه وررسیدلي دي.

ویل کیږي، چې له داعش سره په دې سیمه کې څه نا څه پېنځه زره جنګیالي یوځای شوي دي.

Trending

Exit mobile version