تازه خبرونه

په هلمند کې د طالبانو له زندانه یو سل و پېنځه بندیان خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کماندو د اووم کندک ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د سره کاریز او ده بابا کلیو په اړوند سیمو کې د افغان هوایي ځواکونو پر ملاتړ د ۵ ښځو په ګډون ۱۰۵ زندانیان د طالبانو له بنده خلاص کړي دي.

د خبرپاڼې د څرګندونې له مخې؛ په دې عملیاتو کې څلور مخالف وسلوال وژل شوي او یو کس ژوندی نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو هم په کجکي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري د ۹۳ زندانیانو آزادول منلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې یاد زندانیان پر جنايي جرمونو تورن ول.

دوی د افغان ځواکونو له لورې د ور اوښتې مرګ ژوبلې ادعا هم رد کړې ده.

له دفاع وزارته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه آزاد شوي کسان یې شوراب ته لېږدولي دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو وړاندې هم څو ځله په دغه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کسان د طالبانو له زندانونو خوشي کړي دي.

Trending

Exit mobile version