تازه خبرونه

په هلمند کې د بنسټیز بدلون له پاره د خلکو مرسته اړینه ده- نوی والي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند نوی والي تورن جنرال محمد یاسین، چې د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۳)  یی د هلمند د والي په توګه دنده پيل کړه وایي: د بنسټیز بدلون له پاره د خلکو مرسته اړینه ده.

هغه، چي د هلمند د څه باندې ۹۰ سلنه سیمو د سقوط پر مهال د ملي امنیت رییس و؛ په دې ولایت کي ښه بلد دی، خو داځل يې د والي په توګه په وړاندي ستونزه ناامني، د پارلماني ټاکنو بهیر، پوهنه او د بیارغوني په ټپه ولاړ حالت دی.

عطاالله افغان د هلمند ولایتي شورا رییس وایي؛ زمونږ غوښتنه داده، چې د پوهنې او معارف دروازه د ټولو لپاره خلاصه شي.

د ولسي جرګي غړې نیسمه نیازۍ وایي: د هلمند امنیتي وضعیت نوي والي ته له پخوا معلوم و، چې په دې ولایت کې امنیتي مسوول و او اوس د ټول ولایت مسوول دی.

د هلمند اوسیدونکیو له نوي والي وغوښتل شول، چي د ملي پولیسو په برخه کي ژور اصلاحات رامنځته کړي او د راتلوونکیو پارلماني ټاکنو پر روڼتیا کار تر سره او زمينه ورته برابره کړي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وايي،  د ځواکونو په برخه کي همغږي، د سقوط شويو سیمو بېرته نیول، معارف او پوهنه په ځانګړي توګه د نجونو تعلیم او بیارغونه مو په لمړیتونو کي دي.

هغه له امنيتي ځواکو او دولتي مسوولینو وغوښتل، چي په راتلونکیو پارلماني ټاکنو کي له مداخلي لاس واخلي کنه عدلي او قضايې ارګانونو ته به يې معرفي کړي.

تورن جنرال محمد یاسین په داسي حال کي د هلمند والي په توګه دنده پیلوي، چي د هلمند ۶ ولسوالۍ په ټولیز ډول او د پاتي نورو ۷ ولسوالیو ګڼي سیمي د وسلوالو طالبانو په لاس کي دي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version