تازه خبرونه

په ننګرهار پوهنتون کې له داعش سره د اړیکو په تور ۹ کسان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 چارواکو په ډاګه کړې، چې ملي امنیت په ننګرهار پوهنتون کې نهه کسان له داعش سره  د اړیکو په تور نیولي دي.

چارواکي وايي، د شنبې پر شپه د داعش یو شمېر پلویان په ننګرهار پوهنتون کې د همدغو شعارونو او د داعش د بیرغونو د ځوړندلو په حال کې ول، چې لاس په لاس ونیول شول.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي؛ نیول شوي ټول نهه کسان ول، چې پېنځه یې له پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي او پاتې څلورو یې خپل جرم منلی دی.

د ننګرهار پوهنتون رييس ببرک میاخېل وايي، د شنبې پر شپه په پوهنتون کې له اعش سره د اړیکو پر تور پېنځلس کسان نیول شوي وه، چې  نهه کسه یې له پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي.

د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ محصل محمد یاسرشریفي وایي، ځینې کړۍ په لوی لاس د ننګرهار پوهنتون د بدنامولو هڅه کوي. دلته اکادمیک چاپېریال دی.

د څلور نوي کال د اوومې میاشتې پر اولسمه نېټه د ننګرهار پوهنتون محصلینو په یو لاریون کې د افغانستان ملي بیرغ څېرې کړ او پرځای یې د داعش، وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي بیرغونه پورته کړل. هغه وخت په دې اړه د رسنیو تر بحثونو وروسته ۳۱ محصیلن ونیول شوه.

تېر دوه کالونه دغلته حالت بیخي ښه و؛ خو په دې وروستیو کې دغلته یو ځل بیا واړه حرکتونه لیدل کېږي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د داعش جنګیالیو د روانې میاشتې پر پېنځلسمه نېټه  کواښ کړی و په جلال آباد ښار کې د نجونو پر ښوونځيو د بریدونو ګواښ وکړ او حکومت هم د نجونو ښوونځي رخصت کړل. له یادې نېټې یوه ورځ وروسته داعش د خپل شتون د ثابتولو لپاره د ښار پر ځينو دیوالونو د خلافت زندباد شعارونه ولیکل.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version