تازه خبرونه
په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پریوه قومندان چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د پيوې کنډو په سیمه کې د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پرقومندان چاودنه شوې.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دې چاودنه کې د روداتو د سیمه ییزو پولیسو قومندان امان الله او د ټاکنو خپلواک کمیسون د رایه ورکوونکیو د نوم ثبتونې یو سیمه ییز کارکوونکی ذبیح الله وژل شوي او درې پولیس او یو ټاکنیز کارکوونکی ټپيان دي.
نوموړي وايي، پولیسو او د ټاکو کمیسون کارکوونکیو غوښتل، چې د یادې ولسوالۍ د مزېنې سیمې ته ټاکنیز مواد ولیږدوی؛ خو د پيوې کنډو په سیمه کې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې پرې د ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو له کبله چاودنه شوې.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخستی.