تازه خبرونه

په ننګرهار کې ځانمرګي بریدګر ۷۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د چارواکو د څرګندونو له مخې نن مازیګر د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې داعشي ځانمرګي بریدګر ۲۵ کسان وژلي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي،  دغه چاودنه هعه مهال رامنځته شوې، چې عامو خلکو، افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له اوربند ګډه نمانځنه کوله.

سرچینې زیاته کړې، چې عام وګړي، طالبان او امنیتي ځواکونه د دغه ځانمرګي قربانیان دي.  

داعش د ځانمرګي برید پړه منلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت په اوربند کې داعش ډله له اوربنده مستثنی ګڼل شوې ده او طالبانو ورسره د اوربند په اړه څه ندي ویلي.   

Trending

Exit mobile version