تازه خبرونه
په کلیوالي سیمو کې د نوملیکنې بهیر د چنګاښ تر ۱۵ وغزول شو
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کلیوالي سیمو کې د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر د چنګاښ تر ۱۵ تمدید کړ، چې په دې توګه د خلکو حق ضایع نشي؛ خو وایي، چې د ټاکنیزو توکو کموالی یوه ستره ستونزه ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وایي: شاوخوا اووه میلیون وګړیو د رایو ورکولو لپاره نوملیکنه کړې او د دې لپاره، چې د خلکو حق ضایع نشي په کلیوالي سیمو کې مو د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې درېیم پړاو د چنګاښ تر ۱۵ وغزاوه.
نوموړي زیاته کړې، چې ډېر ژر به ټاکنیز توکي ولسوالیو ته ولیږدول شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس امام محمد وریماچ د کمیسیون هڅې ستایي او وایي؛ اړتیا ده، چې ټولې هڅې پر دې ور ټولې شي، چې د خلکو حق تلف نشي.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، چې ممکن ټاکنې وځنډیږي.
د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي وایي: ټاکنې باید پخپل وخت ترسره شي او ونه ځنډیږي.
د ولسي جرګې غړی فاروق مجروح وایي: څومره، چې ټاکنې ځنډیږي هومره نظام ته زیان رسیږي، مشروعیت له لاسه ورکوي او له خلکو سره واټن رامنځته کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال تلې پر ۲۸ تر سره کیږي.