تازه خبرونه

په ننګرهار کې د یوه ترکي په ګډون درې داعشیان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ځواکونو د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د داعش درې مهم کسان نیولي، چې یو په کې د ترکیې تبعه دی.

د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وایي، چې: مونږ د داعش درې لوړپوړي غړي د یو ترکي محمد نومي په ګډون ونیول او د پاتې څېړنو لپاره مو ملي منیت ریاست ته وسپارل.

له بلې خوا سرتېرو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له داعش ګڼې سیمې نیولې دي.

امنیه  قومندان غلام سنایي ستانکزی زیاتوي، افغان او بهرنیو ځواکونو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش له جنګیالیو له لس ډېر مهم کلي ونیول، چې په پاکو شویو سیمو کې به د افغان سرتېرو دایمې پوستې واچول شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پیل شوي عملیات به د داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې روان وي.

د دوی په وینا؛ داعش هڅه کوي، چې د سیاسي جوړجاړي لپاره دولت پلوه کسان وتښتوي.

امنیه قومندان وايي، د دوشنبې پر ورځ ناوخته د داعش غړیو د ولایت د مرستیالې حبیبې کاکړ د کورنۍ دوه ماشومان تښتولي وه، چې د سې شنبې پر شپه د سرتېرو په یو لړ عملیاتو کې بېرته ژغورل شوي او خپلې کورنۍ ته وسپارل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې په جلال آباد ښار کې اوس هم د داعش د بریدونو اندېښنې پخپل ځای دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version