تازه خبرونه
په هلمند کي ماین چاودنې یوولس کسه وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې د دې ولایت په ناوه ولسوالۍ کي ماین چاودنې یوولس تنه وژلي دي.
د هلمند والي ویاند عمرځواک وايي، دا چاودنه تېره شپه اووه نیمو بجې د ناوې ولسوالی په ملا عباس کلي کي رامنځته شوې شوې ده.
هغه وايي، د ملکي خلکو تونس موتر له لښکرګاه څخه ناوې ولسوالې ته روان و، چې د چاودنې ښکار شو.
هغه زیاتوي؛ په موتر کی د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.