تازه خبرونه
په پوهنه کې فساد راتلونکی نسل له منځه وړي- اشرف غني
ولسمشر غني د کابل ښوونکیو د بستونو د آزموینې اخیستو د مراسمو په پیل کې فساد وغانده او په ډاګه یې کړه، چې واسطه د خلکو تر منځ د نه برابرۍ سبب دی او له دې وروسته به د فاسدو کسانو په وړاندې ودریږم.
په دولتي ادارو کې اتلس زره بستونه، چې د ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې یې ژمنه کړې وه؛ اووه لس زره یې د ښوونکیو لپاره بېل شوي دي.
په دې آزموینه کې د اتیا زره ښځو په ګډون۲۸۰ زره کسانو ځانونه ثبت کړي؛ خو اصلي اندېښنه د آزموینې په بهیر کې نه روڼتیا ده.
ولسمشراشرف غمني د پوښتنو صندوق له پرانستې سره سم په ډاګه کړه، چې: که فساد په کوم بل ځای کې وي، د یو څو پیسو خبره به وي؛ خو فساد د پوهنې په وزارت کې د نسلونو د له منځه وړو سبب کیږي. همدا علت دی، چې د ښوونونکیو په استخدام کې مې د بشپړ رڼښت پرېکړه وکړه.
په ځلونو ویل شوي؛ په دولتي ادارو کې لومړنۍ ونډه د واسطه لرونکیو ، چې زورواکي ورته لار مومي.
ولسمشر غني هم وایي؛ د واسطې او آزادې سیالۍ تر منځ توپیر دادی، چې واسطه د خلکو تر منځ برابري له منځه وړي، خو آزاده سیالي د ټولو نجونو او هلکانو له یو او بل سره د مساواتو نوم دی.
دغه آزموینه د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون لخوا واخیستل شوه او دغه بنسټ وایي، هر بست ته سل کسان سیالي کوي؛ آزموینه به رڼه وي او هیڅ واسطه به په کې ونه منل شي.
د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رییس نادر نادري وایي: دغه بهیر د ملکي خدمتونو رڼښت خونديتوب کوي او واسطه په کې نه منل کیږي. زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې هر بست ته سل کسه سیالي کوي.
د لوړو زدکړو وزارت چارواکي وایي، چې دغه بهیر لومړی په ولایتونو کې پیل شوی و او د کابل له آزموینې سره دا دی بشپړ شو.
د لوړو زدکړو وزارت سرپرست نجیب الله خواجه عمري وایي، چې په تېرو درې میاشتو کې د ۳۳ ولایتونو لپاره ۱۷ زره د ښوونکیو بستونه او د ملکي خدمتونو د پېنځم او شپږم بستونو لپاره له څه نا څه ۱۴۹ زره کسانو څخه ۳۸۲ کسانو آزموینه ورکړه. دغه راز د کابل په حوزه کې ۷۹ زره ۳۴۰ کسانو له ۲۲۸ زره او ۷۷۲ کسانو څخه آزموینه ورکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخي وایي، پوهنې وزارت ښوونځیو ته ۱۳ زره خالي بستونه لري، چې د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته ورپېژندل شوي دي.
مخکې له دې هم ولسمشر د ملکي خدمتونو د کارکوونکیو د ګمارنې په بهیر کې پر روڼتیا ټینګار کړی و او ویلي یې دي، چې دغه راز پروګرامونه به راڼه ترسره شي.
خبریال: علی اصغري