تازه خبرونه
په ننګرهار کې موتربم د لس اهل هنودو په ګډون ۴۴ کسانو ته مرګ وړ ژوبله اړولې
سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د اهل هنودو پر هغې ډلې ځانمرګی برید شوی، چې غوښتل یې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره وګوري.
د جلال آباد چارواکي او عام خلک د ولسمشر راتګ ته له یوې اوونۍ راپدیخوا په تمه ول؛ سرتېرو د ښار ډېر واټونه تړلي وه او په ښار کې کلک امنیتي تدابېرنیول شوي وه؛ خو بیا هم یوه ځانمرګي د ښار تر زړه ځان رسولی دی.
د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وايي، د برید موخه هغه هندوان او سِکان ول، چې غوښتل یې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې له ولسمشر سره د خپلو ستونزو د حل لپاره وګوري.
مسوولین وايي، په پېښه کې شل تنه وژل شوي او درویشت ټپيان دي.
په وژل شویو کې لس تنه اهل هنود او پاتې یې نور خلک دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس داکترنجیب الله کاموال وايي، د پېښې له ځای څخه د جلال آباد مرکزي روغتون ته نولس جسدونه او شل ټپيان وروړل شوي، چې د ځينو یې په کې روغتیایي حالت خراب دی.
هغه زیاتوي ډېري قربانیان ملکیان دي.
د امنیتي مسوولینو د وروستیو څرګندونو له مخې؛ ځانمرګي له چاویدونکیو توکیو ډک موټر، سرتېرو ته نږدې د اهل هنودو او خلکو په هغه ډله کې چولی، چې ولسمشرته ورروان ول.
دوی وايي، ټول یویشت تنه وژل شوي او درویشت ټپیان دي.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په شپه د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې د ملکیارهوتک د لیسې له درې بې وسلې ساتوونکیو وسلوالو سرونه پرې کړې او د لیسې ودانۍ یې سوځولې ده. د دواړو پېښو مسوولیت حکومت پر داعش اچولی؛ خو داعش تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خبریال: رحمت الله زیارمل