تازه خبرونه

په ننګرهار کې د حکومت ضد تبلغاتو په تور د طالبانو ۵ کسیزه ډله نیول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې ملي امنیت د وسلوالو طالبانو هغه ۵ کسېزه ډله نیولې، چې په ښار کې یې د حکومت پر ضد تبلغات کول.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی مني، چې د ملي امنیت سرتېرو د وسلوالو طالبانو هغه پېنځه کسیزه ډله نیولې، چې، په ښار کې یې د بریدونو تنظیمولو ترڅنګ د حکومت ضد تبلیغات کول.

ښاغلي خوږیاڼي دا هم ویلي، چې د نیول شوي یو کس عمر ډېر کم دی اولازمه نه وه، چې رسنیو ته وښودل شي.

نوموړي څرګنده کړې؛ په یو شمېر ښاري سیمو کې وسلوالو طالبانو او داعش خپل بریدونه زیات کړي؛ خو زیاتوي، چې افغان سرتېرو هم د هغو پر ضد خپلې هڅې ډېرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پولیسو دوه انسان تښتوونکي هم نیولي او یو تن یې ترې روغ رمټ ژغورلی دی.

ښاغلي خوږیاڼی دا هم په ډاګه کړې، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د تېرو څلیریشت ساعتونو په اوږدو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د داعش د  دوه مهمو قومندانانو په ګډون پېنځه ویشت داعش جنګیالي وژل شوي او د هغوی دوه مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.

هغه ویلي؛ د تېرې یوې اوونۍ په موده کې ملي امنیت په ښار او ځینو نورو سیمو کې د داعش شپاړس تنه نیولي، چې د ښاري بریدونو تظیموونکي او یو شمېر ځانمرګي برید کوونکي هم په کې دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version