تازه خبرونه
په لوګر کې وسلوالو طالبانو یو شمېر ښوونځي تړلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له درې ورځو راهیسې د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي تړلي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وايي؛ طالبانو د یادې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو امرینو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی تر دوه یم امره دې ټول دغه ښوونځي تړلي وي.
د عرب په وینا؛ په دې ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۶۴ ښوونځي شته، چې د دیارلس زره او ۳۵ نجونو په ګډون څلور دېرش زره پېنځه سوه او ۹۵ هلکانو په کې زدکړې کولې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یوازې د ۲۵ ښوونځیو د زدکوونکیو څلورنیم میاشتنۍ آزموینه پیل شوې ده.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند ویلي، طالبانو په دې ولسوالۍ کې یاد ښوونځي د افغان ځواکونو د ترسره شویو عملیاتو په غبرګون کې تړلي دي.