بلخ @ps

په هېواد کې د نا مسووله وسلوالو د نیولو پرېکړه پلې کوو- اختر ابراهیمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، چې فاریاب ولایت ته تللی وايي، چې که څه هم نامسوولو وسلوالو کسانو د هېواد په ځينو برخو کې د لویو لارو او سیمو کنترول او څارنه خپله کړې؛ خو د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې به ټول دغه وسلوال ونیسو او عدلي ارګانونو ته یې سپارو.

په فاریاب کې د یوه سیمه ییز وسلوال قومندان نظام الدین قیصاري له نیول کیدو راپدیخوا په دغه ولایت کې د جنرال عبدالرشید دوستم پلویان په پرلپسې توګه لاریونونه کوي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس بیا وايي، چې د حکومت د کمزورۍ له کبله د نامسوولو وسلوالو فعالیت ته زمینه برابره شوې ده.

په فاریاب کې د ملي اردو مسوولین وايي، چې د حالاتو د کابو کولو لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي.

له کابله دغه ولایت ته تللی امنیتي پلاوی هڅه کوي، چې له یوې خوا اعتراضونو ته پای ورکړي او له بلې خوا د دغه ولایت د ترینګلي امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره لارې چارې ولټوي.

انګیرنې داسې دي، چې حکومت د نامسوولو وسلوالو د نیولو او له هغوی سره د حساب او کتاب مزل د نظام الدین قیصاري له نیولو پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر ابراهیمي ټينګار کوي، چې نامسوولو وسلوالو د هېواد په ځینو سیمو کې ولکه ټينګه کړې؛ نو، ځکه دوی غواړي، چې د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې ټول نامسوول وسلوال ونیسي او عدلي ارګانونو ته یې وروپېژني.

په فاریاب کې د نظام الدین له نیول کیدو وروسته د ښار وضعیت ترینګلی شو؛ خو اوس کرار کرار په دغه ښار کې وضعیت عادي حالت ته راګرزي. بازار او دولتي ادارې پرانیستل شوي دي،  خو د آقینې بندر لار اوس هم د اعتراض کوونکیو لخوا تړل شوې او له دې لارې د هېواد صادرات او واردات دا دی اووه ورځې ځنډول شوي دي.

د هېواد لوی درستیز شریف یفتلي وایي؛ د دې لپاره، چې په میمنه کې امنیتي وضعیت له ننګونې سره مخ نشي؛ نو په اړه یې ټولې لومړنۍ امنیتي هڅې په پام کې نیول شوې دي.   

په ښکاره په فاریاب او په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د نظام الدین قیصاري د نیول کیدو په غبرګون کې خلکو لاریونونه پیل کړل؛ خو داسې انګیرل کیږي، چې په دغو ولایتونو کې میشت ازبکان له حکومته، ځکه ګیله من دي، چې په باور یې په نظام او حکومت کې یې ونډه پیکه ده.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ريیس عبدالمتین بیګ وایي، چې ستونزه له پخوا پاتې ده؛ مونږونه شو کولی خلکو ته امنیت خوندي کړو. له همدې کبله د نامسووله وسلوالو سکالو رامنځته شوه.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش او د کار او ټولنیزو چارو وزیر ترکیې ته ځي، چې هلته د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د قیصاري د نیول کیدو او هېواد ته د ښاغلي دوستم د راتګ پر موضوعاتو خبرې وکړي.

نظام الدین قیصاري په فاریاب کې د عبدالرشید دوستم له وفادارو وسلوالو قومندانانو له ډلې دی، چې حکومت نیولی او عدلي ارګانونو ته یې سپارلی دی.

خبریالان: باعث حیات او سمیع جهش

Trending

Exit mobile version