تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعشي جنګیالیو ۵ کسیزه ډله ونیول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي امنیت په ننګرهار کې د مخ پټو داعشي جنګیالیو هغه ۵ کسیزه ډله له وسلو سره نیولې، چې په ښار کې يې پولیس ترورول.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د داعش دې ډلې په ښار کې افغان سرتېري او دولت پلوه کسان ترورول او په زور یې له خلکو پیسې اخیستې او پر نورو به یې وېشلې.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې دې ډلې په سره رود او روداتو ولسوالیو کې خپل ځانګړي مرکزونه لرل.

نوموړی زیاتوي، ملي امنیت د داعش د جنګیالیو مالي مسوول هم نیولی او په ښار کې د بریدونو یو تظیموونکی له سرتېرو سره په نښته کې وژل شوی.

هغه دا هم ویلي، د نیول شویو کسانو له ډلې ځینو خپل جرمونه مني او وايي، د داعش د جنګیالیو په توګه یې له حکومت  سره جګړه کوله.

تورن داعشي عنایت الله  وایي، مونږ به غسکر ویشتل او وسلې به موترې ترلاسه کولې.

یو بل تورن داعشي کاظِم الله وایي،  ما د تلاشۍ په چوک کې دوه عسکر وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ،  داعش جنګیالیو په ننګرهارکې پر نظامي ادارو سربېره ملکي ادارې هم تر بریدونو لاندې نیولي.

د داعش جنګیالیو تراوسه د دې نیول شویو کسانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. 

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version