تازه خبرونه

په ننګرهار کې ناامنیو د زدکړو بهیر ټکنی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مسوولین وايي؛ دمګړۍ په اچین کې دولس، په هسکه مینې کې اته، په نازیانو کې شپږ، په خوږیاڼيو کې لس، په بټيکوټ کې دوه، په مومندره کې اته او په حصارک کې درې ښوونځي د ناامنیو له وېرې تړل شوي دي.

ننګرهار یو وخت د علم کور و؛ خو اوس په همدې کور کې د علم مخنیوی د داعش ستره موخه ده. په ښار او ولسوالیو کې پر ښوونځيو او پوهنیزو مرکزونو د داعش د جنګیالیو پرله پسې بریدونو د زدکړې بهیر ټکنی کړی؛ ښوونکي او زدکوونکي له وېرې ښوونځيو ته نه ځي او ښوونکي د امنیت په ټنګښت کې له حکومته ګیله من شويدي.

ښوونکی داد آقا شریف یار وایي، چې یو ځل ایمل خان لیسه وسوځول شوه بیا نه یوازې د ملکیار هوتک لیسه وسوځول شوه، بلکې له درې چپړاسیانو(ملازمانو) یې سرونه هم پرې شول.

یو بل ښوونکی نثاراحمد وایي؛ په ښار کې د پوهنې پر مدیریت ډله ییزبرید وشو او د ولسوالیو مدیریتونو ته ګواښونه شوی، دې کار ښوونکي او زدکوونکي وېرولي او ښوونځیو ته یې د تګ مخنیوی کیږي.  

د ننګرهار لیسې مدیر څرګندوي؛ د ننګرهار معارف د سقوط خوا ته روان دی؛ خو امنیتي بنسټونه لازم اقدامات نه کوي.

د ننګرهار لیسې مدیر شېربهادرخان وایي؛ د پوهنې په اړه امنیتي چارواکو کمزوری دریځ نیولی، چې په دې توګه د پوهنې بهیر نه یوازې په مرکز، بلکي ولسوالیو کې هم ټکنی شوی دی.  

دیني عالمان هم  پر دې کار سخت خوابدي دي او وايي، پراهل معارف برید د انسانیت او اسلامیت خلاف دی.

دیني عالم مولوي عبدالستارخان وایي؛ ښوونکي تر فشار لاندې دي، چې یا الله پر ما  او پر زدکوونکیو   به څه کیږي؟ که اسلامي ارشاداتو ته پاملرنه وکړو، نو د الله نبي ویلي، چې زه تاسې ته معلم رالیږل شوی یم او الله پاک هم خپل خوږ نبي ته رسول، نبي او معلم خطاب کړی دی.

د ننګرهار د پوهنې رييس هم دې حالت اندېښمن کړی؛ خو وايي، د خلکو له همکارۍ پرته ستونزه نه حلېږي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسیب الله شینواری وایي؛ اوسني حالت د ټول ولایت خلک اندېښمن کړي. مونږ هڅه کوو، چې خلک د ښوونځیو ساتنې ته وهڅوو. د ولسونو له همکارۍ پرته به دا ناممکنه وي، چې ښوونځي او ادارې وساتل شي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه میاشتو کې اته ښوونځي سوځول شوي او پرلس پوهنیزو مرکزونو وسلوالو بریدګرو بریدونه کړي دي. دغلته شاوخوا یو نیم سل زره زدکوونکي د بېلابيلو ستونزو له امله له زدکړو بې برخې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر شپه په بټیکوټ کې د کفتان بابا منځنی ښوونځی هم سوځول شوی دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version