تازه خبرونه

په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوى او اته پنځوس زندانيان ترې خوشې شوي دي

د هلمند ولايت د ۲۰۵  ميوند قول اردو د اووم کنډک په خبرباڼه کي راغلي؛ تېره شپه امنیتي ځواکونو د دې ولایت په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځيو عمليات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو هغه زندان مات شوى، چې امنيتي ځواکونه او ولسي خلک په کې ساتل کيدل.

دغه راز خبرباڼې په ډاګه کړې، چي په دې زندان کې څلور د ملي اردو سرتېري، پېنځلس پوليس، دوه داکتران او دريدېرش ملکي کسان ساتل کيدل.

ویل کیږي؛ په دې علمياتو کې امنيتي سرتېرو ته زيان ندى اوښتى او څلور تنه وسلوال طالبان هم نيول شوي، چې د دې زندان ساتونکي وه .

Trending

Exit mobile version