تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعش له درې تونلونو۹۲ مړي راایستل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تر دې دمه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو له درې تونلونو څخه، چې تېره ورځ د امریکا پر سترې بمي برید ویجاړ شوي؛ ۹۲ مړي راایستل شوي دي.  

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په ډاګه کړې، چې له لومړي تونله ۲۲، له دوه یمه ۶۰ او له درېیمه د داعش د وسلوالو ۱۰ مړي راایستل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، کیدی شي د مړو په شمېر کې ډېروالی راشي؛ خو په مړو کې د داعش د یو شمېر ډېرو قومندانانو مړي هم شته دی.

د هغه په وینا؛ په دې بمي برید کې د داعش درندې او سپکې وسلې هم ویجاړې شوې دي.

 دامریکا هوایي څواک د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په اسد خېلو تنګي کې د داعش  پر درې سمڅو ۱۱ ټنه بم غورزولی، چې جوړې سمڅې یې له خاورو سره خاورې کړې دي.

هغه وايي، دا سیمه چې برید پرې شوی په کې د داعش رهبري موجوده وه.

د اچین ولسوال اسماعیل شینواري په ډاګه کړې، چې دا بم  په یاده سیمه کې پرهغو سمڅو غورزول شوی، چې د داعش بهرني مشران په کې اوسیدل.

داعش د اچین د سید خېلو تنګي له سمڅو او تونلونو څخه په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې وسلوال بریدونه رهبري کړي، چې د ۱۳۹۵ ل کال د زمري په ۲ یې د کابل په عبدالوکیل خان څلورلاري کې د چنبش روشنایي پر لاریون ځانمرګي بریدونه وکړل؛ ۸۶ کسه یې ووژل او ۲۳۱ نور ټپیان شول.  

دغه راز د همدې کال د لیندۍ  پر لومړۍ نېټه یې د کابل پر باقرالعلوم مدرسې برید وکړ، چې ۳۲ کسه یې وژلي او ۶۴ نور په کې ټپیان ول.

د ۱۳۹۵ کال د تلې پر ۲۰ یې د سخي پر زیارت برید کړی، چې ۲۰ کسه په کې ووژل شول او ۲۶ نور ټپیان ول.

په همدې توګه د داعش خراسان څانګې د ۱۳۹۵ل کال د کب پر۱۸ د سردار محمد داووخان پر روغتون برید وکړ، چې ۵۲ کسه په کې ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

هغه زیاتوي، پردغو سمڅو عادي بریدونو اغېز نه درلود او اړتیا وه، چې دا ډول یو برید پرې ترسره شي.

ځايي اوسیدونکي وايي؛ د بم غږ دومره دروند و، چې هرچا فکر کولو د دوی په کور کې چاودنه وشوه. دوی زیاتوي، کورونه یې وښوریدل او له چتو څخه یې خاورې راولویدې.

د دوی د وینا له مخې  د دې بم غږ ډېر دروند و او د اچین په ګاونډ ولسوالیو کې هم اوریدل شوی؛ خو ملکي زیان یې نه دی اړولی.

خلکو په ډاګه کړې؛ هلته، چې بم غورزول شوي؛ ملکي خلک نشته او د داعش مرکزونه دي.

دا بم د حمزه نومو پیل شويو عملیاتو په لړ کې له حکومت سره په همغږۍ کې غورزول شوی دی.

حمزه عملیات د افغان ولسمشر په لارښوونه پيل شوي، چې تر وړمې ورځې پورې په کې ۲۸۲ داعشیان وژل شوي او ګڼې سیمې ترې پاکې شوي دي.

ویل کیږي، چې په دې تازه ستر بمي برید کې هم  سلګونه جنګیالي وژل شوي، چې بهرني وګړي په کې هم شته او هلته، چې بم غورزول شوي اوس هم چورلکې بریدونه کوي اوګډو ځواکونو پرمختګ هم کړی دی.

Trending

Exit mobile version